د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په شپږم ستمبر يوم دفاع په موقع سحر وختي څلور بجې د ترهه ګرو يوې ډلې مومند کښې د ايف سي په هيډکوارټر د حملې کوشش کړې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو د دغه حملې کوشش ناکامه کړېدې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه څلور خود کش حمله آور ايف سي هيډ کوارټر ته څه قسمه زيان رسولو نه وړاندې وژلي شويدي ۔
وژلي شوي ترهه ګرو قبضي نه خودکش جيکټې، ډيټونيټرز، وسله او بارودي مواد قبضه کښې اخستې شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د حملې کوشش ناکامه کولو نه پس سيکيورټي فورسز د ايف سي هيډاکوارټر شاؤ خوا او نيزدې علاقوکښې سرچ آپريئشن هم کړېدې ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ژمن دې ۔