د اسلام آباد سول ججې شائسته خان کنډي عدالت کښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور خلاف د وسلې او شرابو برآمدګۍ کيس سماعت شويدې ۔
عدالت د علي امين ګنډا پور ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړې او د بهاره کهو پوليس ته ئې ګرفتارۍ نه پس د هغه سبا عدالت کښې پيش کولو حکم کړېدې ۔
عدالت په طبي بنياد عدالت ته حاضرۍ نه د علي امين ګنډا پور استشنیٰ او معافۍ په حواله درخواست مسترد کړې ۔
بلخوا د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت دهشت ګردۍ دفعات لاندې د وزيراعلیٰ خلاف دائر يوې مقدمه کښې د ګنډا پور خلاف سماعت لسم ستمبر پورې ځنډولې دې ۔