آئي ايس پي آر وئيلي چې فورم ته د خطے په صورتحال، قامي سلامتۍ ته ورپيښ چيلنجونو او سيوا کيدونکي خطراتو په جواب کښې آپريشنل حکمت عملۍ حوالې سره بريفنګ ورکړے شويدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق د پاک فوج د کمانډرانو غونډه کښې دملک امن و سلامتۍ متعلق مختلف امور باندې خبرې شويدي ۔
د آرمي چيف جنرل عاصم منير په مشرۍ کښې کور کمانډر کانفرنس شوې، چې پکښې د شهدا ايصال ثوب لپاره فاتحه خواني شويده ۔
اآئي ايس پي آر مطابق د کانفرنس شرکا وئيلي چې فوج کښې موجود کړک احتسابي نظام باندې عمل درآمد د ادارے استحکام لپاره لازمي دے ۔
کانفرنس دوران فورم خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې د امن لپاره قربانۍ ورکونکي فوجي او نور سيکيورټي اهلکارو ته خراج تحسين پيش کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې فورم ټول ملک اوپه خاصه توګه بلوچستان او خېبرپښتونخوا کښې ملک دښمن قوتونه او د هغوي سهولت کارانوخلاف مزيد اقدامات پورته کولو باندې هم غور کړيدے ۔
د کانفرنس ګډون والو اووئيل چي پاک فوج غير متزلزل عزم لرونکي مضبوط اداره ده او اندروني احتساب د ادارے استحکام لپاره ضروري دے۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې هيڅوک د احتساب د عمل نه بالاتر نه دي او نۀ دې لړ چا له استثنیٰ حاصله ده ۔