پارليمنټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د بي اين پي سربراه سردار اختر مينګل وئيلي چې ما د خپل خلقو او علاقے لپاره هيچ هم نه دې کړي ۔
سردار اختر مينګل خفګان کړې چې د بلوچستان مسئلې حل لپاره اقدامات نۀ کيږي، داسې حال کښې زه د قاميا سمبلۍ غړې نشم پاتې کيدې، لهذا زۀ خپل د قامي اسمبلۍ رکنيت نه استعفا ورکوم
اختر مينګل وئيلي چې زه په رياست، صدر، وزيراعظم باندې د عدم اعتمادۍ اعلان کوم ، دا خلق د بلوچستان په مسئله نه پوهيږې او نه دوي زمونږ د صوبے لپاره څه کولي شې ۔
اخترمنګل زیاته کړه چې په پاکستان کښې د سیاست نه د پکوړو دکان چلول غوره دي او مونږ په يو اداره هم باور نه لرو ۔
بي اين پي سربراه سردار اختر مينګل مخکښې وئيلي چې د پارليمان اراکين وائي چې بلوچستان د لاسو نه په وتو دې، ولې زۀ ويم چې صوبه د لاسونو نه وتلې ده ،بائد دې له توجه ورکړې شي ۔