د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر وئيلي چې ليفټيننت کرنل خالد امير سره د درې واړه رشته دارو غير مشروط او محفوظ توګه رها کړې شوې او خپل کور ته واپس راغلي دي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د دغه ټولو کسانو خوشې کولو کښې قبائلي مشرانو کردار ادا کړېدې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه ليفټيننټ کرنل خالد امير ، د هغۀ دوه دوه رونړه او وراره په حفاظت کور ته رسيدلي دي ۔
ياده دې وي چې په اته ويشتم اګست ډي آئي خان کښې سينئر فوجي افسر د خپل پلار وفات لاس نيوې لپاره په جومات کښې ناست وو چې دې دوران نامعلومه وسله وال جومات ته ننوتي وو ۔
نامعلومه کسانو فوجي افسر ، د هغه دوه رونړه او وراره تښتولي وو ، مقامي خلقو وئيلي وو چې وسله وال په موټر سائيکلو راغلي وو ۔