کوئټه کښې د اپيکس کميټۍ شرکا سره خبرو کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې بلوچستان کښې د امن او امان قائمولو لپاره ټولو ته په شريکه کردار ادا کول پکار دي ۔
وزيراعظم اووئيل چې مونږ به ملک نه هر حال کښې ترهه ګرې خاتمه کوؤ، ترهه ګرو سره رعايت کولو سوال هم نه پيدا کيږي ۔
هغه اووئيل چې رياست پاکستان جهنډے او آئين ته سلام کونکو سره مذاکرات ضروري دي، خو د ملک دښمنانو سره هيڅ صورت کښې مذاکرات نشي کيدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې دښمنان پاک چين ملګرتيا کښې خنډان اچوي، دښمن د پاکستان ترقي نه غواړي، ګوادر کښې دهرنے او حملې کيږي ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې پاکستان د ترهه ګرې خلاف په جنګ کښې قربانۍ ورکړېدي، پاکستان ترهه ګرې خلاف جنګ کښې يونيم سل اربه ډالرو نقصان کړې،ولې صرف شل اربه ډالر ميلاؤ شويدي۔
وزيراعظم زياته کړې چې بلوچستان کښې قابل او پوهه افسرانو تعيناتي انتهائي ضروري ده، د افسرانو تعيناتې په اړه پاليسې جوړه کړې شويده ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي چې اته څلويښتم کامن افسران به بلوچستان کښې تعينات کولې شي، افسرانو ته به خصوصي مراعات هم ورکولې شي ۔