صحافيانو د پي سي بي له طرفه د پاکستان او بنګله ديش ميچونو کوريج نه دوي منع کولو خلاف اسلام آباد هائيکورټ کښې درخواست جمع کړې وو۔
عدالتي حکم مطابق پي سي بي خپل تحريري جواب په عدالت کښې جمع کړېدے ۔
کيس سماعت دوران د پي سي بي وکيلانو وئيلي چې پنډۍ ټيسټ ميچ لپاره يوسل اتلس ميډيا نمائندګانو ته ايکريډيشن ورکړي شوے ځکه چې په ميډيا باکس کښې هم د دې تعداد جرنلسټانو د ناستې ګجائش وي ۔
په دې موقع خپل ريمارکس کښې جسټس بابر ستار اووئيل چې پي سي بي له د خبريالانو ايکريډيشن څخه د انا مسئله جوړول نه دي پکار او دا مسئله په فوري توګه حل کولو حکم ئې کړېدے ۔
د کيس نور سماعت لسم ستمبر پورې ملتوي کړې شوېدے ۔