د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د اسلام آباد په خېبر پښتونخوا هاؤس کښې د کابينے غونډه ترسره شوې،چې تر د څلورو ګهنټو پوري جاري وه ۔
د کابينې په اجلاس کښې د صوبې په امنيتي صورتحال باندې خصوي غور شوے او د پوليس په محکمه کښې چې کومې نيمګړتيا رامخې ته دي د هغې د لرې کولو باندې غورو فکر شوې ۔
کابينے په پوليس فورس کښې د نورو بهرتيانو منظوري ورکړې،دغه رنګې د ضلع ټانک او لکي مروت لپاره په پوليس کښي د اووۀ سوه يو نوي نورو اساميانو منظوري ورکړيده ۔
صوبائي کابينې پوليس ته د نورو لسو بکتربند ګاډو ورکولو هم منظوري ورکړې ۔
د خېبر پښتونخوا کابينې د سمندرپار پاکستانيانو لپاره د نوې قانون منظوري ورکړي،چې پکښې په بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانيانو لپاره د شکاياتو کميشن جوړولو منظوري ورکړے شوي چې د کميشن مشر به وزيراعلیٰ پخپله وي ۔
په اجلاس کښې د پي ټي آئي چيئرمين او د جماعت نورو ملګرو سره په روان سلوک باندې د افسوس اظهار شوے او مذمت ئې شوے ۔
غونډۀ کښې د بشري حقونو د کميشن حواله هم ورکړې شوي،او وئيلې شوي چې د پارټۍ باني چيئرمين او دغه رنګې روپوش رهنماګانو سره دې د ملک دښمنه کسانو پشان رويه بنده کړے شي ۔
اجلاس کښې د کشمير او فلسطين په صورتحال هم غور شوے،او په دے برخه کښې د صوبائي اسمبلۍ لخوا پاس کړے شوي قراردادونه وفاق ته د ليږلو منظوري هم ورکړے شويده ۔