باجوړ کښې سيکيورټي فورسز په پاک افغان پوله دترهه ګرو لخوا د په غير قانوني توګه راوړيدلو کوشش ناکامه کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق د يوې کاروائۍ دوران پنځه ترهه ګر وژلي شوي او څلور نور ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه په دې موقع ترهه ګروسره د ډزوتبادله کښې د پاک فوج درې ځوانان شهيدان شوي هم دي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د اتلسم او نورلسم اګست په شپه د ترهه ګرو يو ټولګي غوښتل چې په پاک افغان پوله باجوړ ته راواوړي،ولې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو دغه هڅه ناکامه کړيده ۔
آئي ايس پي آر مطابق شهيد شوي ځوانانو کښې د خېبر ضلعي سره تعلق لرونکي نائيک عنايت خان ، مانسهره سره تعلق لرونکې لانس نائيک عمر حيات او د پيښور اوسيدونکې سپاهي وقار خان شامل دي ۔