آرمي چيف جنرل عاصم منير د جيولين تهرور ارشد نديم دپيرس اولمپکس لوبوکښې د سرو زرو ميډل ګټل د پاکستان قامي فخر ګرځولې دې ۔
د پاک فوج داطلاعاتوڅانګې يعنې آئي ايس پي آر له لوري جاري شوي بيان ترمخه د پاک فوج سر لښکرجنرل عاصم منیر لخوا د جي ایچ کیو په آډیټوریم کښې د قامي هيرو ارشد ندیم په درناوي کښې غونډه شويده ۔
آئي ايس پي آر ترمخه په دغه ايونټ کښي د 1984ء اولمپکس او د قامي هاکي ټيمونو اولمپئنز، د قامي کرکټ ټيم او ليجنډ اولمپئنز پشمول د نورو لوبو ټيمونو لوبغاړوګډون کړېدې ۔
د آئي اېس پي آر ترمخه په دې موقع د سټریټ فټبال ټیم، د آرمی پولو ټیم، د کرکټ خصوصي لوبغاړو ټیم، ويمنز ګول بال ټیم، د کامن ویلتهـ ميډلز ګټونکي، د اے ايس ايف او پیرس اولمپکس 2024 او د ایشيئن ګيمز لوبوګډونوال هم موجود وو ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې په دې موقع قومي ليجنډ جهانګير خان، صلاح الدين، شهباز سينئر، سهيل عباس، محمد آصف او اعصام الحق هم ګډون موجود وو۔
د دې نه علاوه د ارشد ندیم نيږدې خپلوانو، همکارانو او کوچز هم په دغه دستوره کښې ګډون کړې دې ۔
آرمي چيف د پاکستان لپاره د سرو زرو ميډل ګټلو او د اولمپيکسم نوې ريکارډ جوړولو باندې د ارشد نديم ستائنه کړې او د ارشد نديم اولمپکس کښې کاميابي ئې قامي وياړ ګرځولې دې ۔
په دې موقع د پاک فوج سرلښكر جنرل عاصم منير اووئيل چې ارشد نديم دا ميډل د عزم، استقامت او غوره جذبې په وجه ګټلې دې، ټول قام ارشد ته د ځغه د کرنامې مطابق مينه ورکړيده ۔
آرمي چيف د لوبغاړو د مکمل ملاتړ او د هغوي د مضبوطولو عزم هم څرګند کړې دې ۔
آرمي چيف په دې موقع قامي لوبغاړو ته د سخت محنت او عزم په اهميت هم زور ورکړېدې ۔
دستورې نه پس قامي هيرو ارشد نديم د آرمي چيف جنرل عاصم منير شکريه ادا کړې ده ۔