اسلام آباد کښې نيشنل علما کنونشن ته د آرمي چيف جنرل عاصم منير وينا وه چې ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې زياتي قربانۍ ورکولو لوجې مونږ د پښتنو او خېبرپښتونخوا د خلقو دې کاوشونو ملاتړ کوؤ او ورسره کلک ولاړ يو ۔
آرمي چيف اووئيل چې پاکستان ترڅلويښت کالو راهسې د افغان کډوالو ميلمستيا کوي، د افغانان د پوهه کولوکوشش کوؤ چې د يوې فتنې لپاره خپل مسلمان ورور او ګاونډي ملک مخالفت دې نه کوي ۔
آرمي چيف اووئيل چې پاکستان کښې کۀ چا هم د انتشار جوړولو کوشش اوکړو نو په کلکه به ئې مخه نيسو۔
هغه مخکښې اووئيل چې پاکستان ته د دنيا يو قوت هم نقصان نشې رسولې ۔
جنرل عاصم منير اووئيل که څوک د مضبوط رياست اهميت ليدل غواړې، نو د عراق، شام او ليبيا صورتحال دے اوويني ۔
آرم چيف زياته کړه چې څوک شريعت او آئين نه مني، مونږ هغه خلق پاکستانيان نه منو۔
دوي اووئيل چې پر امن احتجاج کول د هر چا حق دے، علما بائد اولس ته د تشدد او تفريق په ځائې د تحمل او برداشت درس ورکړي ۔