د پاکستان او ايران وزرائے خارجه ترمينځه ټيلي فونک رابطه شوي، دي دوران تهران کښي اسماعيل هنيه قتل پيښے باندي خبري شوي، او دا معامله په اسلامي تعاون تنظيم اجلاس کښي پورته کولو باندي اتفاق شويدے، اسحاق ډار وئيلي چي د اسماعيل هنيه قتل د عالمي قوانين ، سفارتي اداب او انساني حقوق خلاف ورزي ده، پاکستان د دي پيښے په سختو ټکو کښې غندنه کوي
د دفتر خارجه ترجمان مطابق وزيرخارجه اسحاق ډار او د ايران نګران خارجه چارو وزير علي باقري ترمينځه ټيليفون د لاري خبري شويدي، چي پکښې تهران کښې د حماس مشر اسماعيل هنيه وژني ورستو پيدا شوي صورتحال باندي غور شويدے،
ايراني وزيرخارجه د اسماعيل هنيه په شهادت د ايران ليډرشپ اود عوام غم وغصے نه اسحاق ډار خبر کړيدے، اسحاق ډار هم هغه د وزيراعظم شهبازشريف مذمت او قامي اسمبلۍ قرارداد نه اګاه کړيدے،
اسحاق ډار وئيلي دي چي د اسماعيل هنيه قتل د عالمي قوانين ، سفارتي اداب او انساني حقوق خلاف ورزي ده، پاکستان د دي پيښے په سختو ټکو کښې غندنه کوي،
ايراني خارجه وزير دي حوالے سره د او آئي سي طلب کړے شوي اجلاس کښي د پاکستان شرکت يقني کولو درخواست کړے، په کوم چي اسحاق ډار هغه ته نه صرف اجلاس کښي د شرکت يقين دهاني ورکړيده بلکه وئيلي دي چي پاکستان د دي غونډي مکمل حمايت کوي