د حماس سياسي ونګ مشر اسماعيل هنيه جنازه د قطر په امام عبدالوهاب مسجد کښې ادا شويده
د جنازې مونځ ادائيګې نه پس هغه د قطر الوسيل اديره کښې خاورو ته سپارلې شوېدې
جنازه کښې د قطر امير، افغان نائب وزيراعظم مولوي عبدالکبير،د ترکيه وزير خارجه او پاکستان نه د جماعت اسلامي امير حافظ نعم الرحمان پشمول د يو شمير ملکونو سفيرانو او نورو مشرانو هم شرکت کړې دې
د اسماعيل هنيه په جنازه کښې شريک خلکو د فلسطين بيرغ هم پورته کړے وو، اود نعره تکبير، الله اکبر نعرے ئې هم وهلي دي
اسماعيل هنيه تيره ورځ د ايراني صدر سوګند پورته کيدو دستورې لپاره ايران ته تلې وو
تهران کښې دستوره کښې شرکت نه پس اسماعيل هنيه د اسرائيل ميزائل حمله کښې شهيد شوې وو
د امريکې ميډيا وئيلي وو چې اسماعيل هنيه په کومه کمره کښې وو،هغې کښې وړاندې بم نصب کړې شوې وو
د اسماعيل هنيه په قتل ټوله اسلامي نړئ کښې شديد خفګان څرګند شوې دې
د اسلامي نړئ مشرانو اسماعيل هنيه د قتل په سختو ټکو خښې غندنه کړې او مطالبه ئې کړې چې اسرائيل دې فلسطينيانو خلاف نورې اکروائۍ نه فوري منع کړې شي