آئي ايس پي آر مطابق د پاک فوج يو ريټائرډ افسر ليفټيننټ کرنل اکبر حسين فيلډ جنرل کورټ مارشل شوي دې
ليفټيننټ کرنل اکبر حسين ته فوجي اهلکار په بغاوت راپارولو الزام کښې سزا اورولې شويده
آئي ايس پي آر وئيلي چې اکبر حسين ته روان کال کښې په لسمه مئي څوارلس کاله سخت قيد سزا اورولې شويده
مجاز عدالت مناسب عدالتي عمل په ذريعه اکبرحسين مجرم ګرځولې دې
آئي ايس پي آر وينا ده چې سزا مطابق د افسر رينک په شپږويشتې جولائۍ ضبط کړې شويدې
آئي ايس پي آر ترمخه د پخواني ميجرعادل فاروق راجه او د پخواني کيپټن حيدر رضا مهدي هم کورټ مارشل شويدې
دغه دوانړه پخواني افسران د آرمي ايکټ لاندې فوجي اهلکار بغاوت باندې راپارولو الزام کښې سزا اورولې شويده
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې عادل راجه ته څوارلس او حيدر رضا مهدي ته دولس کاله با مشقت سزا اورولې شوېده
آئي ايس پي آر ترمخه عادل راجه او حيدر رضا مهدي نه د دواړه عهدې هم ضبط کړے شوي دي
دواړو مجرمانو باندې د د سزا اطلاق يويشتم نومبر کال دوه زره درې ويشتم باندې شوې وو