اسلام آباد: نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي (اين ډي اېم اے) نېشنل اېمرجنسي آپريشن سينټر (اين اي او سي) خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان لپاره د برفاني جھيل آؤټ برسټ فلډ (جي ايل او ايف) الرټ جاري كړې دے۔ اين اي او سي د خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان غريزو سيمو كښې د ممکنه جي ايل او اېف په اړه خبردارې وركړې چې زيات شوې درجه حرارت او 17 نه تر 23 جولائي 2024 په مهال باران سره ځائې دريابونو كښې د اوبو كچه زياتيدې شي چې له امله ئې لينډ سلائيډنګ او د سمدستي سېلاب اندېښنه ده۔اين ډي اېم اے خېبر پښتونخوا صوبائي ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي او ګلګت بلتستان ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي ته سپارښتنه كړې چې اړوندو محکمو سره په ګډه ضروري تياري او هنګامي ردعمل اقدامات باوري كړي۔دا خبره دې ياده وي چې اين ډي اېم اے د پاك اين ډي اېم اے ډيزاسټر الرټ ايپلي کېشن لانچ کړې،كوم چې ګوګل پلے اسټور او په آئي او اېس ايپ اسټور موجود دے،دغسې چې اولس ته په وخت الرټس، مشورے او لارښودنې خطوط وركړې شي۔