ټانک پوليس ترمخه د اغوا پيښه د ټانک سره نيزدې ملازئي سيمه کښې رامخې ته شوې ده
اغوا شوي کسانو دخوشې کولو په بدل کښې لس کروړه روپو تاوان غوښتې دې
د ټانک ضلعي پوليس افسر عبدالسلام خالد وئيلي چې د نورعلي په نوم يو کس د کوهاټ نه يو پرائیویټ کمپنۍ ټيم په يو کور کښې د يوې غلا پېښې پلټنو لپاره راغوښتے وو
ډي پي او ترمخه له پلټنو وروسته پۀ لاره کۀ نامعلومو وسله والو دغه کسان اغوا کړيدې
اغوا شوي کسانو کښې شعیب خان، رفیع الله او رئیس خان د کرک او شاهد عزیز بهټي او ماجد علي اوکاړه اوسېدونکي دي
ډي پي او ټانک مخکښې وئيلي چې د پيښي پلټنې شروع کړې شويدي