دخيبر پښتونخوا ضلع ټانک نه آغوا کړي شوي نور څلور مزدوران هم آغواکارو خوشي کړي دي، دا مزدوران په اته ويشتم جون باندې تتور کلي کښي د بجلۍ په يو ټاور کار کولودوران آغوا کړي شوي وو،ولي روستو دي کښي نهه مزداروان رها کړي شوي وو او څلور کسان مزدوران آغوا کارو ځان سره بوتلي وو
مېډيا رپورټس کښي د ډي پي او عبدالسلام خالد د خلي وئيلي شوي دي مزدورانو د ټانک په کلي تتور کښي په يو سل دوه ديرش کي وي ټرانسميشن لائين کار کولو چه نامعلومه کسانو دا مزداروان آغوا کړل ، ددي ټولو مزدورانو تعلق د پنجاب سره وو
ډي پي او مطابق دي کښي نهه مزداروان پوليس بازياب کړي وو او د نورو مزدورانو لټون جاري وو
ددي پيښي لس ورځي تيريدو روستو آغواکارو باقي پاتي څلور واڼه مزدوران پريخودي دي
وئيلي کيږي چي نامعلومه وسله والو دا مزدوران جندر کلي سره نيزدي خوشي کړي اوپخپله تښتيدلي دي