جعلي او غير معياري دوايانو معامله، تير کال ټول ملک کښې جعلي او غير قانوني ادوياتو پرضد نهه څلويښت زره نه زيات چهاپې وهلې شوي دي۔
د جعلي دوايانو خرڅونکو خلاف درې زره نه زيات مقدمې درج کړے شوي، د وزارت صحت ترجمان وائي چې د جعلي او غير رجسټرډ دوايانو خاتمې لپاره چهاپې جاري دي۔
د صحت وزات ترجمان وائي چې نيشنل ټاسک فورس ټول ملک کښې د جعلي او غير رجسټرډ دوايانو ختمون لپاره چهاپې وهلي دي۔
ډرګ ريګوليټري اتهارټي مطابق چي تير کال ملک کښې دوه سوه ، ديرش غير رجسټرډ دوايانې نيولے شوي دي، نهه سوه،دوه ديرش،غير معياري،يو سل ، يوولس جعلي دوايانې خرڅولې کيدے،د وارنټۍ نه بغير دوه سوه، څلور، بغير لائنسنس ديارلس سوه،شپږ څلويښت ادويات خرڅولو عمل روان وو۔
ډريپ وينا وه چې تير کال څلور سوه، يو اوويا داسې دوايانې خرڅې کړے شوي چي په هغې وخت تير شوے وو،دغه رنګه ناټ فارسيل ليبل اته ويشت ادويات هم خرڅيدل۔
ډريپ زياته کړه چې کال دوه زره، دويشتم کښې نهه څلويښت زره،اووه سوه، څلور پنځوس سټورونو باندې چهاپې وهلې شوې وې او پينځلس سوه، دوه سټورونه سيل کړے شوي وو ،دغه دوران ډريپ اته سوه،اته پنځوس دوايانې په قبضه کښې اخيستي۔
ډرګ ريګوليټري اتهارټي ووئيل چې جعلي غير قانوني ادوياتو خرڅونکو خلاف د درې زره نه زيات مقدمې درج کړے شوي چې په هغې کښې يوولس سوه،څلور شپيته مقدمو باندي فيصلې شوي۔