بلوم برګ افغان کرنسي کال دوه زره دريويشتم دريمه سه ماهي کښي تر اوسه پوري د نړي دريم نمبر مضبوطه کرنسي ګرځولي ، په معاشي صورتحال نظر ساتونکي اداره بلوم برګ وائي چي دا د غربت نه متاثره هيواد افغانستان لپاره يو غير معمولي مرحله ده۔
د نړي په معاشي او تجارتي صورتحال نظر لرونکي امريکائي اداري بلوم برګ د رپورټ ترمخه افغان کرنسي ،، افغاني ،، روان کال کښي په ټوله نړي کښي تر اوسه دريم نمبر مضبوطه کرنسي ثابته شوي ۔انساني امداد نه حاصل شوي اربونه ډالر او ايشيا ئي ملکونو سره زياتيدونکي تجارت په دي سه ماهي افغان کرنسي په نړيوال درجه بندي کښي ښه پوزيشن ته راوستي ده ۔
اګست کال دوه زره يوويشت کښي حکومت ترلاسه کولو پس طالبانو د کرنسي تجارت په اړه سخت اقدامات کړي وو ، بلوم برګ رپورټ کښي وئيلے شوي چي افغان وګړي د امريکي ډالر او پاکستاني روپي استعمالولو بنديز لګولے وو ۔