د پیښور د شاه پور تهانی په حدود د سالارزئی پخه غلام په علاقه کښی د پولیس اهلکار د وژلو د پیښی ډراپ سین شوی،د پولیس ذرائع وائی چی د پولیس اهلکار احتشام درانی خپل ملګری وژلی دی،پولیسو ملزم سره د اله قتل ګرفتار کړی
د پیښور د شاه پور تهانی په حدودو کښی یوه هفته وړاندی په شپږم جولائی قتل کړی شوی د پولیس اهلکار د قتل معامله پولیسو حل کړی،د پولیس ذرائع وائی چی مقتول احتشام درانی هغه وخت خپل ملګری عمیر نومی ملزم قتل کړی، کله چی ملزم خپله طمانچه صفا کوله ،چی په غلطی سره تری احتشام اولګیدو،د پیښی ایف ائی ار د مقتول د ورور ساحل جان په مدعیت کښی پولیسو د نامعلومه ملزمانو خلاف درج کړی وو،روستو د جدید طریقه تفتیش نه پس پولیسو ملزم عمیر سره د اله قتل ګرفتار کړی،ملزم د خپل جرم اعتراف کړی او پولیسو تری تفتیش شروع کړی