وفاقي حکومت د پټرول په قيمت کښې لټر په سر د څلور روپۍ کمي اعلان کړې، او دې لړ کښې پټروليم ډويژن نوټي فکيشن هم جاري کړېدې ۔
اسلام آباد: پټروليم ډويژن له لوري جاري نوټي فکيشن مطابق حکومت د پټرول نرخ کښې في لټر څلور روپۍ کمي اعلان کړې، چې ورسره د پټرول نوې نرخ لټر په سر درې سوه، اووۀ اوويا روپۍ او اتۀ اوويا پيسې مقرر شوې دې ۔
نوټي فکيشن ترمخه وفاقي حکومت راتلونکي يوې هفتې لپاره د ډيزل قيمت کښې هيڅ کمې يا اضافه نۀ ده کړې او دا ئې په موجوده نرخ درې سوه اتيا روپۍ او اتۀ اوويا پيسې باندې برقرار ساتلې ۔
د پټروليم مصنوعات نوې قيمتونو اطلاق بيګا د شپې دولس بجو نه شوې، کوم به چې راتلونکې جمعې ورځې پورې نافذالعمل وي ۔

