د هنګو انارچینې سیمه کښې ترهګرو پولیس په چېک پوسټ د کواډ کاپټر ډرون حمله کړی،د حملې په نتیجه کښې دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي، کوم چې د علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړې شوي، ډي پي او وائي چې پوليس او فرنټيئر کور په علاقه کښې مشترکه سرچ آپريشن شروع کړې ۔
هنګو کښې د ترهه ګرو د کواډ کاپټر حملې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د هنګو ډي پي او طارق حبیب په مشرۍ کښې د پولیس او فرنټیئر کور درنه نفري د انارچینې چېک پوسټ ته رسيدلې وه ۔
پوليس وئيلي دي چې د ترهه ګرو کواډ کاپټر حمله کښې دوه پوليس اهلکاران ژوبل شوي، څوک چې هسپتال ته منتقل خړې شوي دي ۔
سرچینو وینا مطابق د حملې وروسته داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې د خوارج لخوا د توغ چهپر په لاره امدادي نفري په نښه کولو لپاره د انارچینې چېک پوسټ شاؤخوا په غرونو لارو کښې مائنز لګول شوي ۔
د انارچینې چېک پوسټ له څلورو طرفه څخه د سنائپر ډزې هم شوي، د هنګو د ډي پي او طارق حبیب په نګرانۍ کښې د پولیس او فرنټیئر کور په شریکه عملیات جاري دي او په سیمه کښې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړې شويدي ۔

