وزيراعظم شهبازشريف د يمن حوثي باغيانو لخوا په سعودي عرب د حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړې، او د سعودي عرب چارواکو او اولس سره ئې د يو والي اظهار هم کړې، وزيراعظم واضحه کړې چې پاکستان به هميشه د سعودي عرب حمايت جاري ساتي، خپل يو بيان کښې وزيراعظم وئيلي چې سعودي عرب باندې داسې حملې نۀ صرف بے ګناه انسانانو لپاره خطره ده بلکه دا د بين الاقوامي قوانين هم خلاف ورزي ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف په سعودي عرب د حوثيانو حملې غندنه کړېده او سعودي عرب سره ئې د يکجپتۍ څرګندونه هم کړې ده ۔
وزيراعظم اووئيل چې دغه حملو په نتيجه کښې يو شمير کسان ژوبل شويدي، پاکستان د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان، ولي عهد محمد بن سلمان او برادر سعودي اولس سره غير متزلزل يوالې اظهار کوؤ ۔
وزيراعظم اوئيل چې داسې بزدلانه او مذموم حملې نه صرف بې ګناه انساني زانانو لپاره خطره ده بلکه علاقائي امن و سلامتيه ته هم نقصان رسوي ۔
وزيراعظم د سعودي عرف خپلواکې، سلامتيه او علاقائي سالميت لپاره د پاکستان غير متزلزل حمايت اعاده او ژوبل کسانو مکمل صحت يابې لپاره دعا کړېده ۔

