ترجمان دفترخارجه ممتاز زهرا بلوچ وئيلي دي چې شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس د پاکستان سفارت کارۍ په تناظر کښې ډير اهم دې او دې اجلاس کښې به په معاشي امور ،تجارت او کنيکټيويټي باندي توجو وي ۔
ممتاز زهرا بلوچ وينا وه چې کانفرنس کښې د ايس سي او اسټرکچر او بجټ باندې به هم بحث کيږي،ولې زياته توجو به معاشي امور،تجارت او کنيکټيويټي باندې وي ۔
ترجمان دفترخارجه وئيلي چې دا ايونټ د پاکستان سفارت کارۍ په تناظر کښې ډير اهم دې ،د رکن ملکونو سربراهانو راتلل پاکستان باندې د اعتماد ثبوت دي ۔
د يوسوال په جواب کښې هغې اوئيل چې دا وخت بهارت او پاکستان ترمينځ د ميټنګ هيڅ پلان نشته ۔