د تحريک انصاف د نوي انتخابي حکمت عملۍ اعلان ، باني پي ټې آئي زيات نه زيات کارکنانو ته د کاغذات نامزدګي جمع کولو هدايت جاري کړي، وئيلي دي چي زيات کاغذات نامزدګۍ سره به پارټۍ سره اپشنز سيوا شي، ترجمان پي ټې آئي وئيلي چي د کاغذات نامزدګي جمع کولو نه مخکښې د ماهر وکيل سره رجوع اوکړۍ، ګوشواري او نور معلومات صحيح طريقي سره چيک کولو ورستو جمع کړۍ.
د تحريک انصاف ترجمان بيان ترمخه باني پي ټې آئي زيات نه زيات کارکنانو ته د کاغذات نامزدګي جمع کولو هدايت جاري کړيدي،
ترجمان پي ټې آئي وائي چي ټيکټونه به راتلونکي دوه هفتو کښې فائنل شي، او د کاغذات نامزدګي جمع کولو نه مخکښې ماهر وکيل سره رجوع اوکړۍ،ګوشواري او نور معلومات صحيح طريقي سره جمع کړۍ
ترجمان پي ټې آئي زياته کړيده چي کاغذات نامزدګي حاصلولو ، جمع کولو يا جانچ پړتال لپاره د اميدوار پخپله تلل ضروري نه دي، تاسو د وکيلانو په ذريعه هم کولے شۍ
قامي اسمبلې انتخابات کښي څوک هم د هر حلقے نه ودريدے شي، ولي صوبائي اسمبلۍ حلقے نه اليکشن کښې برخه اخستونکي لپاره د دغه صوبے سره تعلق ضروري دے.