فيصل آباد: پوليس وئيلي چې سرګودها روډ باندې يوه قافله راروانه وه او ټول ګاډې ئې د جنج ګاډو پشان تيار کړي وو، د دفعه 144 نفاذ لوجې د ګاډو تلاشي اخستې شوې وه ۔
پوليسو وئيلي چې دقافله کښې شامل د ټولو ګاډو تلاشي اخستو نه پس ګاډو کښې ناست کسانو شناخت شوې، او دې نه پس ټول ګاډې اودرولي شوي او ګرفتار کړې شويدي ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې پي ټي آئي کارکنانو اته ګاډو باندې ګلونه لګولي او د جنج ګاډو پشان ئې هرې سهرې هم لګولې وې ۔
د پي ټي آئي احتجاج کښ شامليدو په غرض د تحريک انصاف اووه ويشت کارکنا او مشران نيولي شوي او هغوي خلاف نورې کاروائيانې جاري دي ۔
ياده دې وي چې د اسلام آباد پشان د پنجاب مختلفو علاقو کښې هم دفعه 144 نافذ ده ۔