وزيراعلى خېبرپښتونخوا على امين ګنډه پور مرکزى حکومت لخوا رابللې شوې ال پارټيز کانفرنس کښې د ګډون فيصله کړې او وئيلى دي چې د باني پي ټې آئي په امر به اے پى سى کښې ګډون کوو
پنډې کښې خبرى غونډې ته وينا په وخت وزيراعلى خېبرپښتونخوا وئيلى چې تيره مياشت شوې ايپکس کميټې
غونډه کښې د عزم استحکام خبره شوې وه ، د اپريشن نه ،
على امين ګنډه پور وئيلى که چرې د اپريشن فېصله کيږى نو پارليمنټ او اولس اعتماد کښې اخستل ضرورى دى
وزيراعلى وئيلى چې احتجاج کول د هغوى حق دې ولې حکومت نه ائين منى او نه قانون ، د جلسې اين او سي منسوخ کول د عدالتى امر خلاف ورزى ده
نوموړى وئيلى چې نوازشريف او صدر زردارى پرزد هم په قانونى توګه پرچې درج دې، خو د بده مرغه ملک کښې دسزا جزا هيڅ نظام نشته
هغه زياته کړه چې د بانى پى ټى آئى عمران خان پرزد جعلى مقدمات درج کړې شوې او خبردارې ئې ورکړى که چرې پرويزخټک د عمران خان کيس کښې د دروغو ګواهى ورکړه نو صوبه کښې به ئې ژوند ګران شى
وزيراعلى خېبرپښتونخوا په مرکزى حکومت هم ټکونه کړى او وئيلى ئې چې په ډانګورو ولاړ حکومت سره اولسى منيډيټ نشته او که چرې صفا مقدمه وچليده نو حکومت به نسکور شى