بجټ مذاکرات په سلسله کښې آئي ايم ايف مشن پاکستان کښې خپله دوره دوه ورځو پورې غزولې ده ، سرچينې وائي چې پاکستان او آئي ايم ايف ترمينځ په زياتره نکاتو اتفاق رائے شوې،ځينې معاملاتو باندې به خبرې جاري وي، راتلونکې مالي کال کښې معاشي شرح نمو درې اعشاريه پينځه فيصده او اوسط ګراني اتۀ اعشاريه څلور فيصده پاتې کيدو پيشګوئي شوې، د آئي ايم ايف ګيس او بجلۍ نرخونه دوه کالو کښې سيوا کولو شرط هم برقرار دې ۔
سرچينو مطابق آئي ايم ايف د راتلونکې مالي کال لپاره پټروليم ليوي هدف کښې اتلس فيصده اضافۍ سفارش کړېدې، په مجموعي توګه پټروليم ليوي هدف اوولس سوه ديرش ارب روپۍ مقرر کولو تجويز ورکړې شوېدې ۔
صوبو ته څلور سوه ديرش ارب روپو اضافي ريونيو راجمع کولو هدف ورکړې شوېدې، وفاق نه دوه ټريلين روپۍ سرپلس فراهم کولو غوښتنه هم شوېده ۔
ايف بي آر لپاره مالي کال ټيکس وصولۍ هدف پينځلس زره، دوه سوه، څلور شپيته ارب روپۍ ايښودې شويدي،ولې چيني، سيمنټ، تماکو او کهاد په شعبو کښې نور پنځوس ارب روپۍ ريکوري تخمينه لګولې شوېده، دفاعي بجټ کښې هم اضافه متوقع دې ۔
وفاقي ترقياتي پروګرام لپاره نهه سوه، شپږ اتيا ارب روپې او صوبائي ترقياتي بجټ لپاره دوه اعشاريه پنځه ټريلين روپو پورې مختص کېدو امکان دې، آئي ايم ايف پاکستان ته څلور سوه، ديرش اربه روپو نوې ټيکس اقدامات تجويز ورکړېدې ۔
راتلونکې مالي کال کښې معاشي شرح نمو درې اعشاريه پنځه فيصده او اوسط ګراني اتۀ اعشاريه څلور فيصده پاتې کيدو پيشګوئي شوېده، د آئي ايم ايف ګيس او بجلۍ نرخونه دوه کالو کښې سيوا کولو شرط هم برقرار دې ۔

