بلاوائيو ګراؤنډ کښې لوبيدلې د ټي ټوينټي سيريز اولني ميچ کښې د قامي ټيم کپتان سلمان علي آغا ټاس ګټلې وو او پخپله ئې د يټنګ فيصله کړې وه ۔
پاکستان مقرره اوورونو کښې د څلور وکټو په زيان 166 رنز جوړ کړي وو، چې پکښې طيب طاهر او عثمان خان 39، 39 ، عرفان خان اووه ويشت، صائم ايوب څليريشت، عمير يوسف شپاړس او کپتان سلمان علي آغا ديارلس رنز جوړ کړې وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د زمبابوے ټول ټيم په شپاړسم اوور کښې په يو سل اته رنز باندې آؤټ شوے او په اووه پنځوس رنز ئې ميچ بائيللې دې ۔
پاکستان طرف نه ابرابر احمد او سفيان مقيم درې، درې او حارث روف دوه وکټې په خپل نوم کړي دي ،شاندار بيټنګ باندې طيب طاهر د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
ميچ ګټلو سره پاکستان د درې ټي ټوينټي ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري هم ترلاسه کړې ده ۔
د پاکستان او زمبابوے ترمينځ دوئم ميچ به په دريم دسمبر او آخري ټي ټوينټي ميچ به په پنځم دسمبر لوبيږي، دې نه وړاندې قامي ټيم ون ډے سيريز دوه يو سره په خپل نوم کړې وو ۔