افغانستان کي د کالعدم تحريک طالبان پاکستان موجودګي زمونږ لپاره د تشويش وړ ده، دغه ترهګر د افغان خاوري نه په پاکستان حملے کوي، د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ،ترکش ټي وي ته انټرويو، واي چي ټاکني به په مقرره وخت کيږي، پاکستان کي فوج واحد منظم اداره ده، کاکړ د نهمي مئي واقعاتو زمه وار خلکو خلاف د قانوني کاروائي عزم تازه کړي۔
ټي ار ټي نومي د ترکيه خبري ادارے سره مرکه کي نګران وزيراعظم په مختلف موضوعاتو خبري کړي، چي پکي پاکستان کي عام انتخابات، د فوج کردار، د نهمي مئي واقعات او پاک امريکه تعلقاتو باندي خبري کړي،کاکړ ويلي چي ټول ټاکني به په اعلان شوي نيټه کيږي۔
کالعدم ټي ټي پي په اړه نګران وزيراعظم وئيلي چي په افغان خاوره د ټي ټي پي موجودګي او تربيتي کيمپونه د دوآړه ملکونو تعلقات متاثره کوي، مونږ د ټي ټي پي خلاف جنګيږو، غواړو چي افغان چارواکي د پاکستان دشمن قوتونو مخنيوي وکړي، د چيرمين پي ټي ائي حکومت ختميدو په اړه نګران وزيراعظم ويلي چي د پي ټي ائي حکومت ائيني طريقے سره رخصت شوي، د سائفر په نامه باندي چيرمين پي ټي ائي سياسي لوبه کوله ۔