پنډۍ کښې پريس بريفنګ پرمهال ډې جي آئي ايس پي آر ليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري وئيلي دي چې پاکستان دترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې ډيرې قربانۍ ورکړي ، افواج پاکستان د ترهه ګرو خلاف يو اوږد جنګ کړې ، او دا جنګ اوس هم جاري دې ۔
ليفټننټ جنرل احمد شريف چودهري اووئيل چې د تير پنځه کالو په مقابله کښې څښکال د ټولو زيات ترهه ګر وژلي شوي ۔
ډي جي آئي ايس پي آر په ډاګه کړې چې مسلح ځواکونود ترهه ګرو يوشمير منصوبې کاميابۍ سره ناکامه کړيدي، آپريشنز کښې درې اوويا انتهائي مطلوب ترهه ګر وژلي شوي او دترهه ګرو نه لوئې مقدار کښې وسله هم برآمد شويده ۔
ډې جي آئي ايس پي آرليفټيننټ جنرل احمد شريف چودهري اووئيل چې افغانستان دې ترهه ګرو ته په پاکستان ترجيح نۀ ورکوي ، افغان امن لپاره مو د زړۀ نه کوششونه کړي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې افغان عبوري حکومت سره نېغ په نيغه او د دوست ملکونو په مرسته مذاکرات جاري دي،افغان حکومت باندې واضحه کوو، چې خپله خاوره دې پاکستان خلاف استعمال نه منع کړي ۔
د پاک فوج ترجمان اووئيل چې روزانه د افغان زمکې نه په پاکستان حملې کيږي او بے ګناه پاکستانيان قتل کيږي، آيا به مونږ خاموشۍ سره تماشې کوؤ۔
د پاک فوج ترجمان دا هم اووئيل چې دوه زره يويشتم کښې د ترهه ګرو ملا ماته شوې وه، ولې دغه ترهه ګر بيا آباد کړې شول ۔