د پاک فوج مطبوعاتي ادارې آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان مطابق د آرمي چيف جنرل عاصم منير او ملائشين وزيراعظم ملاقات کښې دوه اړخيزه عسکري تعاؤن باندې زور راوړلې شويدې ۔
آئي ايس پي آر وائي چې ملاقات کښې سټريټيجک تعاؤن او دفاعي امورو باندې هم تبادله خيال شويدې ۔
په دې موقع ښاغلي انور ابراهيم د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د پاک فوج پيشه ورانه مهارت او قربانۍ ستائلي، او د سيمې امن او استحکام لپاره د افواج پاکستان کردار تعريف ئې هم کړېدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وائي چې د ملائشيا وزيراعظم آرمي چيف جنرل عاصم منير ته د ملائشيا دوره کوؤلو دعوت هم ورکړې،په کوم چې د پاک فوج سر لښکر د هغه شکريه ادا کړېده ۔
آئي ايس پي آر ترمخه ملاقات کښې په دې خبره هم اتفاق شوې چې ددې دورې لوجې به د دوانړه هيوادونو د ځواکونو ترمينځ پائيدار او تاريخي تعلقاتو ته نوره وده ميلاؤ شي ۔