د افغانستان او ترکمانستان بهرنو چارو وزيرانو د دواړو ملکونو په پوله مهم ملاقات کړې، چې پکښې ټاپي پشمول نورو منصوبو او نورو دوه اړخيزه اړيکو باندې د خيالاتو بدلون شويدې ۔
د افغانستان بهرنو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکمانستان د هم منصب رشید مردوف ترمينځ مختصر ملاقات کښې د دواړو ملکونو نور چارواکي هم موجود وو ۔
په دغه ملاقات کښې د ټاپي پروجيکټ او ريل پاټلۍ په منصوبه د کار شروع کولو خبرې شويدي ۔
په دې موقع د دواړو ملکونو بهرنو چارو وزيرانو په شريک بارډر او ازبکستان د ننه د ټاپي پروجيکټ باندې جاري کار جاج هم اخستې دې ۔
د ټاپي پائپ لائن خورولو، ريل پاټلۍ جوړولو، بجلۍ او نورې فائبر پروجيکټ کار شروع کولو لپاره د تیاریانو په اړه هم خبرې شوي ۔
مير خان متقي د ګيس پايپ لائن او ريل پاټلۍ برخو کښې د ترکمانستان له سرمايه کارۍ کولو شکريه کړې او وئيلي دي چې دغه اقدامات به د دواړو ملکونو د اقتصادي پيشرفت باعث جوړ شي ۔