پنډۍ کښې يومِ دفاع او شهدا په موقع مرکزي دستوره شوې چې پکښې وزيراعظم شهبازشريف مشر ميلمه وو، دستوره کښې وفاقي وزيرانو ،د شهدا خپل خپلوانو او د پاک فوج متعلقه افسرانو ګنړ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف او آرمي چيف جنرل عاصم منير د شهدا په يادګار حاضري ورکړې ،ګلونه ئې پرې غوړولي او فاتحه خواني ئې هم کړېده ۔
دستورې ته خپله وينا کښې آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي چې د پاکستان عظيم قام ته سلام وړاندې کوم،ځکه چې دوي قانون نافذ کونکي ادارو سره په شريکه د دښمنانو ښه په کلکه مقابله کړېده ۔
آرمي چيف اووئيل چې 1947 نه تر اوسه پورې يو شمير ځوانانو ملک لپاره قربانۍ ورکړي ،د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې په خاصه توګه د خېبرپښتونخوا اولس ډيرې زياتې قربانيانې ورکړيدي ۔
د پاک فوج سر لښکر اووئيل چې ترهه ګرو خلاف يو آواز ، پيغام پاکستان، د مغربي سرحدونو باضابطه انتظام، د قبائلي علاقو کښې خيبر پښتونخوا کښې شامليدل، د پښتونخوا او بلوچستان معاشي او سماجي ترقۍ لپاره اقدامات اهم کاميابۍ دي، دا ټولې کاميابي د پاکستان د رياست د عزم او غازيانو او شهيدانو د قربانې ميوه ده ۔
هغه اووئيل چې د پاکستان د اولس او افواجِ پاکستان رشته ، د زړه رشته ده، کومه چې د پاکستان د دښمنانو د شکست ضامن ده، عزم استحکام د نيشنل ايکشن پلان سلسله ده،دا څه نوې آپريشن نۀ دې، دې کښې به هيڅوک هم نۀ بے کوره کيږې ۔
آرمي چيف اووئيل چې قام کښې اړې ګړې پيدا کونکي،بے يقيني او مايوسي خورونکي ټولو ته به به په شريکه ماتې ورکولې شي ، قامي يو والې کمزورې کونکي به چرې هم په خپل مقاصد کښې نۀ کاميابيږي ۔
جنرل عاصم منير مخکښې وئيلي چې الله پاک پاکستان ته بے پناه قدرته وسائل ورکړي، زمونږ اصل اثاثه اولس، او په خصوصې توګه ځوانان دي، د ځوان کول ملکي ترقۍ کښې کردار د ملا د هډوکي حيثيت لري ۔
د پاک فوج سر لښکر په دې موقع د کشمير او فلسطين ذکر هم کړې او د دوي د خلقو جدوجهد آزادۍ له ئې هم سلام وړاندې کړې، وئيلي دي چې جنوبي ايشيا کښې د پائيدار امن قيام د مسئله کشمير حل کيدو کښې دې،د فلسطين مسئله هم دنيا لپاره يو انتهائي قابلِ فکر سوال دې، د دوي شهيدانو ته هم ټول قام خراج عقيدت وړاندې کوي ۔
تازه ترین خبرونه
عزم استحکام نوې آپريشن نۀ دې، او نۀ به دې سره څوک بے کوره کيږي، آرمي چيف
څرگندونې نشته2 Mins Read