د کابل پوليسو وياند خالد ځدران وئيلي دي چې د افغانستان سرښار په دارالامان سړک خودکش چاودنه شوې ده ۔
افغان چارواکو مطابق چاودنه کښې د يوې زنانه پشمول شپږ کسان پحق رسيدلي او ديارلس نور ژوبل شويدي ۔
خالد ځدران وينا ترمخه ځانمرګي بريد کونکي ځان پسې تړلي بارودي مواد په چاودنه الوزولي دي ۔
وياند مخکښې وئيلي چې چاودنه کښې ژوبل کسان نيزدې هسپتال ته منتقل کړے شوي دي ۔
،هغه زياته کړې چې د پيښې په اړه پلټني پيل شوي، تر دې دمه هيڅ يوې ډلې د چاودني پړه په خپل سر نۀ ده اخيستي ولې داعش ډله زياتره د دې قسمه ترهه ګر حملو ذمه وار ګڼلې کيږي ۔