د سينيټ سيکرټريټ لخوا باضابطه نوټي فکيشن جاري شوي دې ،نوټي فکيشن مطابق د سينيټ اجلاس لپاره پنځه نکاتي ايجنډا جاري شويده ۔
جاري شوې ايجنډا کښې د قانون سازۍ هيڅ ذکر نيشته ،بلخوا پارليماني ذرائع وائي چې حکومت نمبرز ګيم پټ ساتلي، او وئيلي شوي چې سبا به آئيني ترميم پيش کولې شي، او امکان دې چې دغه ترميم د اتوار په ورځ منظور کړې شي ۔
نوټي فکيشن مطابق اجلاس به سحر يوولس بجې شروع کيږې،امکان دې چې مشترکه اجلاس کښې د عدليې حوالې سره آئيني ترميم پيش کړې شي ۔
د پارليمان مشترکه اجلاس کښې د نورې مهمې قانون سازۍ امکان هم څرګند شويدې ۔
بلخوا دفاع وزير خواجه آصف دعویٰ کړې چې مونږ سره نمبرز پورا دي،سبا به ججانو حوالې سره آئيني ترميم اسمبلۍ کښې پيش کولې شي ۔
د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي چې د پارليمان سباني مشترکه اجلاس کښې دې حوالې سره فيصله نه ده شوې ۔