د افغانستان ميډيا وئيلي دي چې ايراني ولايت سيستان کښې په پوله د ايران سرحدي ځواکونو ډزې کړې، چې په نتيجه کښې ئې دوه سوه شپيته پورې افغان وګړي پحق رسيدلي دي ۔
افغان ميډيا مطابق د ايراني سرحدي ځواکوڼ دغه ډزې تير اتوار په ورځ کړې کله چې هغوي په ايران افغان پوله باندې افغان وګړو ايران کښې د داخليدو هڅې کولې۔
د ايران د بشري حقونو يو تنظيم په ډاګه کړې چې د پيښې پر مهال درې سوه پورې افغان وګړو ايران کښې په غير قانوني توګه د داخليدو کوشش کولو ۔
افغان ميډيا مطابق د ايراني فورسز په ډزو کښې دوه سوه شپيته افغانان پحق رسيدلي او باقي يا خو سخت ژوبل شوي او يا هغوي هم پحق رسيدلي دي ۔
افغان ميډيا دا هم وئيلي چې ايراني سرحدي ځواکونو د کاروائۍ دوران درنه او سپکه وسله استعمال کړې ده ۔
بلخوا په دغه پيښه د افغان عبوري حکومت بيان مخې ته راغلې، ترجمان ذبيح الله مجاهد خپل يو بيان کښې وئيلي چې د پيښې په اړۀ پلټنې جاري دي ۔
ذبيح الله مجاهد مخکښې وئيلي چې د افغانستان حکومتي ادارے او سفارتي مشنز پلټنې پيل کړېدي ۔