د پاکستان سُپر ليګ اولني ايلي مينيټر حيدر آباد کنګز مېن ګټلې او ملتان سلطانز ئې د فائنل ټورنامنټ نه بهر کړېدې، د ملتان د يو سل، شپيتۀ رنز هدف حيدر آباد شپاړسم اوور کښې دوه وکټو په زيان پورا کړيدې، شاندار څلور شپيتۀ رنز جوړولو باندې معاذ صداقت د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
لاهور کښې لوبيدلې د پي ايس ايل اولني ايلي مينيټر ميچ کښې حيدر آباد کنګز مېن ټاس ګټلې وو او د فيلډنګ فيصله ئې کړې وه ۔
ملتان سلطانز مقرره اوورز کښې نهه وکټو په زيان يوسل، نهه پنځوس رنز جوړ کړي وو ، چې پکښې ټولو نه زيات شان مسعود نهه شپيتۀ ،محمد نواز اتلس او صاحبزاده فرحان پنځلس رنز باندې آؤټ شوي وو ،د حيدر آباد لخوا محمد علي ، عاکف جاويد او حنين شاه دوه، دوه، صائم ايوب او ميکسويل يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وې ۔
حيدر آباد کنګز مېن مقرره هدف شپاړسم اوور کښې دوه وکټو په زيان آسانۍ سره پورا کړې او ملتان سلطانز ئې د ټورنامنټ نه بهر کړېدې، حيدر آباد لخوا ټولو نه زيات معاذ صداقت څلور شپيتۀ رنز جوړ کړي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګوځولې شويدې ۔
عثمان خان څلور شپيتۀ، کپتان مارنوس لبوشين يوولس او صائم ايوب پنځلس رنز جوړ کړي وو، ميچ بيللو سره ملتان سلطانز د ټورنامنټ نه بهر شوې دې، د ټورنامنټ دوئم ايلي مينيټر ميچ به سبا د اسلام آباد يونائټډ او حيدر آباد کنګز مېن ترمينځ لاهور کښې لوبيږي ۔
دوئم ايلي مينيټر ميچ ګټونکې ټيم به د اتوار په ورځ د ايونټ فائنل کښې پېښور زلمي سره مقابله کوي، پيښور زلمي کواليفائر کښې اسلام آباد يونائټډ ته شکست ورکړې وو او فائنل ته رسيدلې دې ۔

