د خېبرپښتونخوا ضلع خېبر په جمرود پولیس سټیشن کښې د راجګال دهرنې مشرانو خلاف ایف آئي آر درج کړې شويدې ۔ايف آئي آر کښې يو سل شل نامعلومه کسان شامل دي، او د ترهه ګرۍ دفعات پکښې هم شامل کړې شويدي ۔
د دهرنې ګډون والو له تېرو څو ورځو راهیسې په بهګياړي په مقام د پاک افغان لویه لار هم بنده کړې ده ۔
د راجګال په سلګاؤ متاثرینو خپلو سیمو ته د ستنیدو په حق کښې احتجاجي مظاهره شروع کړې ده ۔
د راجګال يو شمير کورنۍ په کال دوه زره دولسم کښې د پوځي عملیاتو لوجې خپلو سیمو څخه کډه کړې وه ۔
د دغه اعتراض له امله له تيرو يوولس ورځو راهسې له افغانستان سره تجارتی هلې ځلې هم معطل شويدي ۔