سپريم کورټ د مخصوص نشستونو فيصلې په اړه دوئم وضاحت جاري کړې او وئيلي دي چې اليکشن کميشن د عدالت په فيصله عمل کولو پابند دې ۔
سپريم کورټ خپل دوئم وضاحت کښې وئيلي چې مخصوص نشستونو باندې مختصر فيصله جاري کولو نه پس اليکشن کميشن په دې اړۀ شوې ترميم پابند نۀ دې،اليکشن کميشن ته به اکثريتي فيصله باندې عمل درآمد کول وي ۔
سپريم کورټ وئيلي چې اليکشن ايکټ کښې د ترميم په تير وخت باندې اطلاق په وجه د سپريم کورټ د دولسمې جولائۍ فيصله غير مؤثر نشي کيدې ۔
سپريم کورټ خپل دوئم وضاحت کښې دا هم وئيلي چې دې فيصله باندې عمل درآمد لپاره د نور وضاحتونو هيڅ ضرورت نيشته،د آئين آرټيکل 189 لاندې د سپريم کورټ په فيصله عمل کول ضروري دي،او دا چې اليکشن ايکټ کښې ترميم عدالتي فيصله نشي ختمولې ۔