واپډا هاوس لاهور کښې د نيشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ کمپنې لطرفه د دوه سوه شل کے وى ګرډ سيټشن واپډا ټاون لاهور کښې دوئم دوه سوه پنځوس ايم وى اے اټوټرانسفارمر لګولې چې مقصد ئې د ګرډسټيشن بجلۍ سپلائى کښې تسلسل پيدا کول دى ۔
د اين ټى ډى سى پراجيکټ لاهور ټيم د دوه سوه شل کے وى ګرډسټيشن واپډا ټاون لاهور کښې يو سل شپيته ايم وى اے، يو سل دوه ديرش او دوه سوه شل کے وى اټو ټرانسفارمر ټى دوئم په ځائې نوې دوه سوه پنځوس ايم وى اے اټو ټرانسفارمر نصب کړې چې کاميابۍ سره ئې خپل کار شروع کړېدې ۔
دا منصوبه د نړيوال بينک په مرسته شروع شوې او نيشنل ټرانسميشن ماډرنائزيشن پراجيکټ ون برخه ده ۔
منيجنګ ډائريکټر اين ټى ډى سى ، انجينئرمحمد وسيم يونس د منصوبې په مقرره وخت مکمل کيدو باندې د پراجيکټ ډيليورى نارتهـ لاهور ټيم د کارکردګۍ ستائنه کړېده ۔