وزيراعظم شهبازشريف د آپريشن بنيان مرصوص په شاندار کاميابۍ هر کال لسمه مئي يوم معرکه حق په توګه نمانځلو اعلان کړې، وئيلي دي چې راتلونکي جمعه به يوم تشکر هم نمانځلې شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې زمونږ فوج هميشه د خپل قوم سر فخر سره اوچت کړې دې ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې راتلونکي جمعه يعنې شپاړسمه مئي به حکومت يوم تشکر نمانځي، خپل مسلح افواج ته به خراج تحسين پيش کوو، او د الله جل شانه شکر به ادا کوؤ ۔
وزيراعظم زياته کړې چې افواج پاکستان هميشه بهادرۍ سره د دښمن مقابله کړې او د خپل قام سر ئې فخر سره اوچت کړيدې ۔