وزيراعظم شهبازشريف يو ځل بيا تحريک انصاف ته د مذاکراتو کولو پيشکش کړيدې،وائي که چرې باني پي ټي آئي ته مشکلات وي، نو مونږ سره دې کيني، خبري به اوکړے شي، مونږ نه غواړو چې باني پي ټي آئي سره زياتې اوشي ،کال دوه زره اتلسم کښې مو د ميثاق معيشت خبره کړې وه ، ولي ميثاق معيشت پيشکش باندې چې کومې نعرې وهلے شوې وې ، هغه ناقابل ذکر دي
قامي اسمبلۍ اجلاس کښې اظهار خيال دوران وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې که چا سره هم زياتې کيږي،نو د انصاف تله هميشه درنه پکار ده ،که بانې پي ټي آئي ته څه ستونزې وي، نو را دې شي چې کينو او خبرې اوکړو
وزيراعظم پاکستان تحريک انصاف ته د مذاکراتو وړانديز هم کړې ،وائي چې کال دوه زره اتلسم کښې مو د ميثاق معيشت خبره کړې وه ، ولي ميثاق معيشت پيشکش باندې چې کومې نعرې وهلے شوې وې ، هغه ناقابل ذکر دي
بلخوا هغه وائي چي علي محمد خان ډير جذباتي تقرير کړې، کاش چې هغه زما د والدې د انتقال حواله هم ورکړې وې، جيل سپرنټنټنټ ته د مور د مرګ په ورځ د چهټۍ درخواست ورکړې وو، ولې چهټي ميلاؤ نه شوه
شهبازشريف زياته کړې چې زه هم د کينسر مريض يم ،او په جيل کښې هم پاتې شوې يم ،زه به ئې دقيديانو په وين کښې ځکه رواستم چې زما د ملا تکليف نور سيوا شي،د کور روټۍ او دوايانې راباندې بند کړې وې،ولې مونږ نه غواړو چې باني پي ټي آئي سره زياتې اوشي