لکي مروت کې پوهنتون ملازمينو يوويشت مياشتو تنخواه ګانو عدم عدائيګي او نه مستقل کولو لوجي دهرنا ورکړې او د پوهنتون ايډمن بلاک ته ئې تاله اچولې ده.
يونيورسټي آف لکي مروت احتجاجي ملازمينو وينا ده چې عدالتي فيصلې باوجود انتظاميه مونږ ته نه خپلې بقايا تنخواه ګانې راکوي او نه مونږ مستقل کوي، دوئۍ زياته کړه چې دوه کاله مخکې د هاغه وخت وي سي مونږ اتلس ملازمين بغير د څه وجې غيرقانوني توګه سروس نه فارغ کړي وو، خو درې مياشتې مخکې عدالتي فيصلې مطابق سنډيکيټ مونږ بحال کړو ، اوس ايکټنګ وي سي مونږ ته نه نقاياجات راکوي او نه مو بحالوي،
بلخواه يونيورسټي آف لکي مروت رجسټرار صدام اسلام وينه ده چې مونږ به قانون او سنډيکټ فيصلو مطابق د دوئۍ مطالباتو باندې غور کوو۔