د راتلونکي مالي کال دوه زره څليريشتم پنځويشتم لپاره وفاقي بجټ نن پيش کيږي، د قامي اسمبلي خصوصي بجټ اجلاس نن مازيګر څلور بجې طلب کړې شويدې، وفاقي وزيرخزانه محمد اورنګزيب به بجټ تجاويز وړاندې کوي، د بجټ مجموعي حجم اتلس کهرب، نهه سوه ارب روپې ښودلې شويدې، د سرکاري ملازمينو تنخواه کښې پنځلس فيصد پورې د اضافې امکان دې
د کال دوه زره څلريشتم پنځويشتم لپاره وفاقي بجټ نن پيش کيږي، چې پکښې ترقياتي منصوبو لپاره درې زره، اووه سوه، دوه نوي ارب روپې مختص کيدو تجويز دې، چې پکښې دوه زره، پنځه نوي ارب روپې د صوبو ترقياتي منصوبو لپاره مختص کړې شويدي
بجټ دستاويزاتو مطابق د صوبه سند ترقياتي منصوبو باندې به د ټولو زيات اووه سوه څلور شپيته ارب خرچ کوؤلي شي، د پنجاب ترقياتي منصوبو باندې به اووه سوه ارب روپې، د خيبرپښتونخواه درې سوه يو پنځوست ارب روپې، او د بلوچستان په ترقياتي منصوبو باندې به دوه سوه يو اتيا ارب روپې خرچ کوؤلي شي
بجټ کښې د جي ډي پي ګروت شرح درې اعشاريه شپږ فيصد مقرر کړې شويده، د ټيکسونو هدف دولس کهرب، نهه سوه ارب روپې مقرر کړې شويدې
وفاقي بجټ کښې دفاع لپاره يوويشت سوه ارب روپې مختص کړې شوي، د قرض ادائيګو باندې نهه کهرب، پنځه سوه ارب روپې خرچ کوؤلې شي،
وفاقي بجټ کښې انفراسټرکچر لپاره اته سوه اويشت ارب او توانائې شعبې لپاره دوه سوه درې پنځوست ارب روپې، توانائې شعبه کښې د سبسډي لپاره اته سوه ارب روپې تجويز کيدو امکان دې
دغه رنګ د واټر ريسورسز لپاره دوه سوه شپږ ارب روپې، ټرانسپورټ او موصلاتو لپاره دوه سوه اتيا ارب روپې مختص کړې شوي