ډي آئي خان کښې افسوسناکه پيښه رامخې ته شوې، انتخاباتو لپاره تعينات پوليس ګاډي باندې بمي چاودنه شوې، پوليس مطاب پيښه کښې پينځي پوليس اهکار شهيدان، او شپږ ژوبل شويدي.
ډي آئي خان کلاچي تهانې حدود کښې پوليس موبائل باندي بمې چاودنه شوې، پوليس مطابق پيښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې پوليسو،، پولنګ دوران خپله ډيوټي ترسره کوله، ابتدائي اطلاعاتو مطابق پيښه کښې پينځه پوليس اهکارو خپل ژوند د لاسه ورکړې، دهماکه کښې شپږ پوليس اهکار ژوبل شوي هم دي کوم چې هسپتال ته منتقل کړې شويدي، پوليس وائي چې د پيښې وروستو د پوليسو لويه نفري جائے وقوعه ته رسيدلے او سيمه ئي په خپله ولقه کښې اخيستې ده.