ټول ملک کښې په اتمه فرورې کېدونکې عامو انتخاباتو لپاره انتخابي مهم نن اخېرنې ورځ ده، انتخابي مهم وخت به نن شپي دولس بجي باندې ختم شي،ووټرانو راغبه کولو لپاره سياسي ډلو مشران او اميدواران نن آخري کوشش کوي ۔پاکستان پيپلزپارټي ، جماعت اسلامي ، اے اين پي پشمول نوري سياسي ډلي او اميدواران جلسي او کارنر ميټنګز منعقد کوي ۔ اليکشن کميشن ترجمان وائي چې انتخابي مهم وخت ختميدوپس خلاف ورزې باندي به ايکشن اخيستے کيږي ، انتخاباتو لپاره شپږويشت کروړه بيلټ پيپرو ترسيل کار مکمل کړې شوې.
د اليکشن کميشن ترجمان ترمخه ټول ملک کښې په اتمه فرورې کېدونکې عامو انتخاباتو لپاره انتخابي مهم نن اخېرنې ورځ ده، انتخابي مهم وخت به نن شپي دولس باندې ختم شي
ترجمان اوئيل چې ضابطه اخلاق خلاف ورزې کونکو خلاف به کارروائي کولې شي،بلخوا انتخابي مهم په آخيرني ورځ سياسي ډلي او آزاد اميدواران ووټ حاصلولو لپاره هر ممکن کوشش کوي ۔پاکستان پيپلزپارټي ، جماعت اسلامي ، اے اين پي پشمول نوري سياسي ډلي او اميدواران جلسي او کارنر ميټنګز منعقد کوي۔ انتخاباتو لپاره شپږويشت کروړه بيلټ پيپرو ترسيل کار مکمل کړې شوېدې، ووټ لپاره اصلې شناختي کارډ شرط لازمي دې، زائد الميعاد شناختي کارډ باندې به هم ووټ اچولې شي.