پاکستان يو وارې بيا د افغان عبورې حکومت نه په افغان خاوره موجود ترهګر ګروپونو خلاف کاروائي کولو غوښتنه کړېده، د خارجه وزارت ترجماني وئيلې دې چې افغان عبورې حکومت دے د ټي ټي پي پشمول په افغان خاوره موجود ترهګر ګرپونو خلاف موثره کاروائي اوکړې.
اسلام اباد کښې هفته وار بريفنګ ته وينا کښې د خارجه وزارت ترجماني ممتاز زهرا بلوچ ووئيل چې افغان عبوري حکومت لخوا ترهګر ګروپونو خلاف د کاروائي خبرونو نه خبر ولې دے حوالے سره پاکستان سره هيڅ قسم تفصيلات نه دے شريک کړے شوے
پاکستان د افغان عبورې حکومت نه په افغان خاوره موجود ټولو ترهګر ګروپونو خلاف کاروائي غوښتنه کوې، د يو سوال جواب کښې ممتاز زهرا بلوچ ووئيل چې پاکستان د ترهګرۍ خاتمې لپاره کښې د امريکي پشمول ټولې نړۍ سره په رابطه کښې دے او غواړي چې په شريکه ترهګري ختمولو لپاره کار اوکري
د ارمي چيف امريکي دورے په اړه د خارجه وزارت ترجماني وينا وه چې آرمې چيف د امريکي دورے پرمهال مختلفو چارواکو سره د ترهګرۍ پشمول په بيلا بيلو چارو خبرې اتري کړيدي.