د ن ليګ مشر او پښواني وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي چي قام به د خپل بريت فيصله پخپله کوي ، دروغو مقدماتو نه بريت باندي الله تعالي شکرګزار يم ولي ملک او قام سره شوي ظلم تپوس حق لرم.
ټيلي ويژن باندي قام سره نيغ په نيغه وينا کښي ميا نواز شريف اوئيل چي يوے جے آئي ټي لپاره وټس ايپ باندي کسان وټاکلي شو ، خپل زوئي نه تنخوا نه اخيستو په بنياد وزرات عظمي څوکي نه لري کړي شوم ، هغه ته سسلين مافيا او ګاډ فادر اوئيل شو ، ټول عمر لپاره نااهل وګرځولي شوم ولي د شرمناکي لوبي ټول مخونه قام ته په ډاګه شوي
ميا نواز شريف اوئيل چي هغه ملک او قام سره شوي ظلم تپوس حق لري ،هغه پر زد شوي سازش سره پاکستان ته نقصان رسيدلے ، نيب ته دري ريفرنس دائر کولو حکم ورکړلي شوي اوو ولي د دروغ ، دهوکي او سازش ټولي قصي نه قام خبر شوي
وينا پر محال ميا نواز شريف د خپل حکومت منصوبو او کارنامو زکر هم اوکړو او وے وئيل چي ترهه ګري خاتمي سره لوډ شيډنګ خاتمه هم کړلي شوي وه دغه رنګ معاشي استحکام لپاره چين په زريعه تاريخي سرمايه کاري هم کړلي شوي وه
ميا نواز شريف داهم اوئيل چي کوم ملک د آئي ايم ايف نه نجات ترلاسه کړے اوو ولي هغه يوځلي بيا خپل کشکول آئي ايم ايف ته نيولو باندي مجبوره کړلي شو ، قام دي خپلي فيصلي لپاره اتم فروري ورځ ياده ساتي او قام به د ګراني او بدامني نه بريت فيصله پخپله کوي.