د فيض آباد دهرنې پلټنو لپاره جوړ کړې شوې انکوائرى کميشن لومړۍ غونډه سرښار اسلام اباد کښې شوې چې صدارت ئې د کميشن مشر او پخوانې آئى جى خېبرپښتونخوا اختر على شاه کړې.
اسلا م اباد کښې د کورنو چارو وزارت په ودانې کښې شوې د فيض اباد دهرنې پلټنې کونکې انکوائرى کميشن وړومبې غونډه شوي چي پکښې د دغه احتجاج په اړه ټولو محکمو نه تفصيلات غوښتې شوى
د فيض اباد دهرنې انکوائرى کميشن خپل وړومبې غونډه کښې د پاکستان اليکټرانک ميډيا ريګوليټرى اتهارټى يعنى پيمرا نه د دهرنې ويډيو ريکارډ غوښتې او ورته ئې امر کړې چې راروانه غونډه کښې دې د محکمې مجاز افسر سره د ويډيوز او نور تفصيلاتو حاضر شى
د ښاغلى اختر على شاه مشرې کښې شوې دغه غونډه کښې د کورنو چارو ايډيشنل سيکريټرى خوشحال خان او د کورنو چارو وزارت متعلقه واکمنو ګډون کړې ولې د کميشن بل يو ممبر د اسلام اباد پخوانې پوليس مشر طاهر عالم پکښې موجود نه وو
دغه کميشن کښې پخوانې آئى جى خېبرپښتونخوا اخترعلى شاه ، د اسلام اباد پخوانې پوليس مشر طاهرعالم او کورنو چارو وزارت ايډيشنل سيکرټرى خوشحال خان ممبران دى
د مذهبى ګوند تحريک ليبک پاکستان لخوا د پنډې ښار غټ چوک فيض اباد کښې شوې دغه غونډې پلټنو لپاره د سپريم کورټ چيف جسټس په حکم درې کسيزه کميشن تيره هفته شورو په ورځ د نومبر مياشت په پنځلسمه نيټۀ ټاکلې شوې وو
دغه فېصله د پاکستان کميشن اف انکوائرى ايکټ کال دوه زره اوولسم سيکشن دريم تحت شوې وه چې مقصد ئې د فيض اباد دهرنې په شا پټ لاسونه ،ادارې يا شخصيات په ګوته کول وو.